په کندز ولایت کې څه باندې د ۱۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hakeem_admin
Wed, Dec 27 2023 2:15 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مرکز په عسقلان ساحه کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې، د امام صاحب ولسوالۍ د مراد شیخ ساحې د ۲۸ جریبه ځمکې او د امام صاحب ولسوالۍ د برزنګي ساحې د ۳۰۶۵ جریبه ځمکې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د عسقلان په ساحه کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې او د مراد شیخ ساحې د ۲۸ جریبه ځمکې د سندونو د تطبیق، سکیچ، کروکي او د کوردینات اخیستلو په مقصد توظیف شو ترڅو له لازمو اجراآتو څخه وروسته خپل راپو تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

یاد هیئت د امام صاحب ولسوالۍ د برزنګي ساحې د ۳۰۶۵ جریبه امارتي ساحې دوسیې په اړه چې د هغې ۵۵۰ جریبه د خلکو تر اجارې لاندې ده او زر جریبه يې د دوو کرنیزو شرکتونو تر اجارې لاندې ده، پریکړه وکړه چې د دوو کرنیزو شرکتونو تر اجارې لاندې ځمکه د شخړې د مخنیوي په موخه ځايي خلکو ته چې بزګر او کروندګر دي، په اجاره ورکړل شي. هیئت پاتې ۱۵۱۵ جریبه ځمکه استرداد کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS