په کندز ولایت کې د ۱۶۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
Wed, Dec 27 2023 2:06 PM
.

د  کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې، د مرکز د عسقلان ساحي په قوي ګذر کې د ۱۲۰ جریبه ځمکې، د علي آباد ولسوالۍ د مغدود خیلو ساحې د ۱۲ جریبه ځمکې، د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د خروټو د ۶۰ جریبه ځمکې او د مراد شیخ باسوس ساحې د ۲۸ جریبه ځمکې دوسیې او یو شمېر عریضې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

تخنیکي هیئت د یادو دوسیو د سوابقو له بحث او بررسۍ څخه وروسته، د مرکز د عسقلان ساحې په قوي ګذر کې ۱۲۰ جریبه ځمکه، د علي آباد ولسوالۍ د مغدودخیلو ساحې  ۱۲ جریبه ځمکه او د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د مراد شیخ باسوس ساحې ۲۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړه او په هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د خروټو ساحې د ۶۰ جریبه ځمکې په اړه هم یو پلاوي تعیین شو ترڅو یاده شوې ساحه سکیچ او سندونه پرې تطبیق کړي او د هغو کروکي واخلي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS