په سرپل ولایت کې څه دپاسه د ۱۸ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
Thu, Dec 21 2023 12:45 PM
.

د  سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۵ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو، د چهارشنبې په ورځ د غصب شویو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د یاد ولایت، سید آباد ولسوالۍ چشمه شیرین او خمرآباد کلیو ته هم سفر وکړ.

یاد هیئت د دغې ولسوالۍ په خمرآباد کلي کې کابو ۱۸ جریبه ۱۲ بسوې او ۱۰ بسواسې کرنیزه اوبه لرونکې غصب شوې امارتي ځمکه بررسي کړه او یاده شوې ساحه یې تثبیت، کروکي او سکیچ کړه او د هغې له متصرفینو څخه یې شرعی سندونه وغوښتل.

دغه هیئت د یادې ولسوالۍ په چشمه شیرین کلي کې هم د عامه څړځای پراخې ځمکې چې د یو شمېر کسانو له‌خوا غصب شوې وې، بررسي کړې او د کروکي له اخیستلو څخه یې وروسته، یاده شوې ساحه سکیچ او تثبیت کړه او د یادې ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان ته لارښوونه وکړه ترڅو د یادې ساحې متصرفین جلب کړي او دغه هیئت ته یې وروپېژني.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS