د عدلیې وزارت «مدرسة العدالة» د حدیثو د لویې او وړې دورې منځنۍ آزموینې اخیستل  

hayat_admin
Sun, Dec 17 2023 9:48 AM
.

    د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې په دوه یمه نېټه د شنبې په ورځ د حدیث (بخاري شریف) د لویې او وړې دورې منځنۍ آزموینې اخیستل د یادو دورو له ګډونوالو څخه پيل کړې.

د یادې آزموینې په پيل کې، د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد زرین ساجد او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د آزموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

په دغو دورو کې چې د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له‌خوا د یاد وزارت د کارمندانو د دیني ظرفیت لوړولو په موخه جوړې شوي، د عدلیې وزارت نهو تنو کارمندانو ګډون کړی چې له دې جملې څخه د هغوی شپږ تنه د حدیثو په لویه دوره کې او درې تنه نور یې په وړه دوره کې شامل دي او ۶ میاشتې کیږي چې په دغو دورو کې زده کړې کوي.

د عدلیې د وزارت مقامات د یاد وزارت کارمندانو د دینې علومو د پوهې کچې ته ډیره پاملرنه لري او په همدې منظور یې سږکال هم د حدیث شریف وړه او لویه دوره جوړي کړي دي. په دغو دورو کې، بخاري شریف او د قرآن کریم تفسیر تدریس کیږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS