په کندوز ولایت کې د ۴۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Wed, Dec 13 2023 1:43 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۶ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې د خان آباد ولسوالۍ په ایشان توپ او زرد کمر ساحو کې د ۴ زره جریبه امارتي ځمکې، د ګل تپې ولسوالۍ په توبره کش ساحه کې د 6 جریبه ځمکې، د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس ساحه کې د ۵۷ جریبه ځمکې او د قلعه ذال ولسوالۍ په الم قشلاق ساحه کې د ۳ جریبه امارتي ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

یاد شوي هیئت د خان آباد ولسوالۍ په ایشان توپ او زردکمر ساحو کې ۴ زره جریبه امارتي للمي ځمکه، د هغې په امارتي والي د متصرفینو د اعتراف پر بنسټ استراداد کړه او د هغې د اجارې ورکونې د پړاوونو تېرولو په منظور یې د یادې ولسوالۍ د کرنې مدیریت ته لازمې لارښوونې صادر کړې.

د ګل تپې ولسوالۍ د توبره کش ساحې د ځمکې، د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د باسوس ساحې د ځمکې او د قلعه ذال ولسوالۍ د الم قشلاق ساحې د ځمکې دوسیو په تړاو هم لازمې لارښوونې وسپارل شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS