د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې د ۲۳ تنو عریضه لیکونکو د فعالیت له څرنګوالي نظارت او بررسي ترسره شوه

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الاول میاشتې په ۲۷ نېټې د دوشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې د ۲۳ تنو عریضه لیکونکو د فعالیت له څرنګوالي نظارت او بررسي ترسره کړه او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.
یاد پلاوي د بررسۍ په ترڅ کې د ځینو ناقانونو فعالیتونو په دلیل د ۴ عریضه لیکونکو دوکانونه وتړل او مهرلاک کړل او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.