په ننګرهار ولایت کې د ۱۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص او تثبیت

hayat_admin
Thu, Dec 07 2023 9:53 AM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۹ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې چې زرګونه جریبه ځمکې په کې شاملې دي، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مهمند درې ولسوالۍ لوی ډکي کلي ته هم سفر کړی او د حسین خیلو او اتمانزیو قومونو ترمنځ تر شخړې لاندې ساحه یې له نږدې وکتله او بررسي کړه.

یاد شوي هیئت له کتنې او بررسۍ څخه وروسته په دغې ساحه کې ۱۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخیص کړه او ټاکل شوې ده د هغې دوسیه د وروستي تصمیم نیونې په غرض مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS