د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Dec 06 2023 11:27 AM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۱ نېټې د سه شنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کور او ښار جوړلو د وزارت سرپرست مولوي حمد الله نعماني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت معین مولوي فضل الباري فضلي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزارت معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازی شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د کابل ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

په دغې ناسته کې، اړوندو موضوعاتو ته د ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو د رسیدنې د څرنګوالي کړنلاره بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د یو لړ اصلاحي نظرونو او وړاندیزونو په وړاندې کیدو سره د تایید وړ وګرځیده.

دغه راز په یاده ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د تطبیق په اړه بحث وشو او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په ننګرهار، ارزګان او نورو ولایتونو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم په یاده ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په هکله یې لازمې پریکړې او تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS