د مدافع وکیلانو د عالي کمېسیون دوه یمه ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Nov 30 2023 11:14 AM
.

د مدافع وکیلانو د عالي کمېسیون دوه یمه ناسته د روان هجري قمري کال د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست مرستیال، د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال او د سترې محکمې، د کورنیو چارو وزارت، د ملي دفاع وزارت، او د زندانونو چارو ادارې د استازو او د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو او د حقوقي مساعدتونو د رئیسانو او د مدافع وکیلانو د استازو په ګډون د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت او د عدلیې وزارت د مسلکي معین په پيلیزې وینا سره پیل شوه او په هغې کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب د یادې ناستې له غړو سره راپورونه او عمومي معلومات شریک کړل.

وروسته د مدافع وکیلانو استازو، هغه ستونزې چې مدافع وکیلان په محکمو، محبسونو، استخباراتي بنسټونو او امنیتي حوزو کې له هغو سره مخ دي، وړاندې کړل او د هغو د حل لارو غوښتونکي شوو.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د مدافع وکیلانو ستونزو ته به د یادو ادارو له لوري په بشپړه توګه رسیدګي وشي.

په دغې ناسته کې په ذیربطو ادارو کې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې د تطبیق په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او پریکړه وشوه چې دغه کړنلاره په ټولو اړوندو ادارو کې په بشپړ ډول تطبیق شي.

همدا راز یاد کمېسیون پریکړه وکړه چې د حقوقي مساعدتونو عالي کمېسیون د مدافع وکیلانو له عالي کمېسیون سره ادغام شي او یاد کمېسیون د مدافع وکیلانو او حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون په نوم ونومول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS