په هلمند ولایت کې څه باندې د ۴۶۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
Mon, Nov 27 2023 2:54 PM
.

د هلمند ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په پایله کې ۴ زرو ۶۳۴ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه.

په دغې ناسته کې، یاد ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند ۱۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه او راپور یې د ولایت مقام ته وړاندې شو. دغه راز د یاد ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د څو تنو اوسیدونکو تر دعوا لاندې ۴۵۰۰ جریبه ځمکه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او تثبیت شوه.

په یاده ناسته کې، په نهر سراج ولسوالۍ کې د محمد اسمعیل خان ښارګوټي ځمکه هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه چې په پایله کې ۳۶ جریبه ځمکه یې شخصي او پاتې ۴۶ جریبه نوره ځمکه یې امارتي تثبیت شوه. دغه راز د باباجي ولسوالۍ د څو تنو اوسیدونکو تر دعوا لاندې ۶۶.۵ جریبه ځمکه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د هغې دوسیه د هغې له لومړني متصرف سره د اجارې ورکونې په منظور د اراضۍ آمریت ته واستول شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS