په سرپل ولایت کې د ۲۰ زره جریبه ځمکې تثبیت

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د جمادي الاول میاشتې په ۱ نېټې د چهارشنبې په ورځ د سنګتودو سیمې د مدعی بها ساحو د بررسۍ او تثبیت په منظور د دغه ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته سفر وکړ.
یاد هیئت د سوزمه قلعه او سنګتودو کلیو د اوسیدونکو له خوا د عامه څړځای له ۲۰ زره جریبه ځمکې څخه غصب شوې ساحې بررسي کړې او د هغوی سندونه یې پر ساحې باندې تطبیق کړل او مدعی بها ساحه یې تثبیت، کروکي او سکیچ کړه.