د زابل ولایت د علماو د شورا له مرستیال او غړو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
Wed, Nov 15 2023 3:34 PM

د زابل ولایت د عدلیې رئیس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۹ نېټې د دوشنبې په ورځ د زابل ولایت د علماو د شورا له رئیس شیخ مولوي عزیزالله طیب او د دغه شورا له غړو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې، د زابل ولایت د عدلیې رئیس د یاد ولایت د علماو د شورا مرستیال او غړو ته ښه راغلاست وویل او هغوی ته یې د دغه ریاست د کارونو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

د زابل ولایت د علماو شورا مرستیال هم د دغې شورا د دندو او مسؤلیتونو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل چې دغه شورا په یاد ولایت کې د ټولو امارتي ادارو د پلټنې او د اسلامي امارت له مقاماتو سره د هغو د ستونزو د شریکولو مسؤلیت په غاړه لري. نوموړو د عدلیې ریاست له بېلابېلو برخو او فعالیتونو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ او د عدلیې ریاست له کارمندانو څخه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکل شوي ډول له هغوی سره شریکې کړي ترڅو یې د اسلامي امارت له مقام سره شریکې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS