د پکتیا ولایت له مستوفي سره د دغه ولایت د عدليې رئیس کتنه

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي د ربیع الثاني د میاشتې په ۷ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت له مستوفي مولوي ضیاء الحق عثمان سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې چې د یاد ولایت د مستوفیت په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې رئیس او له هغه سره مل پلاوي د یاد ریاست د حواله جاتو او مالي موضوعاتو په برخه کې موجودې ستونزې د دغه ولایت له مستوفي سره شریکې کړې او د موجودو ستونزو د حل غوښتونکي شول.
د پکتیا ولایت مستوفي ژمنه وکړه چې د عدليې ریاست ستونزو ته به رسیدګي وکړي او په راتلونکي کې هم له عدلیې ریاست سره د دغې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.