د کندهار ولایت له دارالتأدیب څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
Thu, Oct 19 2023 10:54 AM
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۳۰ نېټې د یکشنبې په ورځ د کندهار ولایت له دارالتأدیب څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د کندهار ولایت د دارالتأدیب له آمر او له محجوزو ماشومانو سره وکتل او د یاد دارالتأدیب له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد شوي هیئت د دغه آمریت او د یادو ماشومانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد شوي هیئت د دارالتأدیب له مسؤلینو او محجوزینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزو ته به رسیدګي وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS