لوګر ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
Wed, Oct 18 2023 4:24 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الثاني د میاشتې په ۳ نېټې د چهارشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور لوګر ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې د کور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت معین مولوي فضل باري فضلي، د سترې محکمې استازی شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د دغه کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملګري وو.

د یاد کمېسیون مشرتابه د لوګر له والي او د دغه ولایت له نورو مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او په هغې کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې، یاد شوي هیئت د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دغه ولایت د مشرتابه فعالیتونه او کړنې وستایلې او د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې او یو شمېر نورو مهمو ټکو په اړه لازم توضیحات وړاندې کړل.

د عدلیې وزارت سرپرست په یاده ناسته کې، دغه ولایت ته د کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د فعالیتونو بررسي او ارزول، د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو بررسي او د امارتي ځمکو تثبیت یادې کړې.

دغه راز نوموړي په ټولنې کې د فساد زیانونو او له هغه سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره په دغه ولایت کې د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.  نوموړي د یاد ولایت د علماو له شورا او د حج او اوقافو ریاست څخه هم وغوښتل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

 د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني دغه ولایت ته د یاد کمېسیون د مشرتابه پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او له دغه کمېسیون او د لوګر ولایت د ځکمو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

په دغې ناسته کې د یاد کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې د د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو امارتي ځمکو استرداد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او اسلامي امارت مصمم دی چې غصب شوې ځمکې بېرته له زورواکو څخه واخلي. هغوی په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د لوګر ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د دغه ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS