د سرپل ولایت د والي له مرستیال او د مرافعې محکمې له رئیس سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
Wed, Oct 18 2023 1:54 PM
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د رئیس او غړو د ربیع الثاني د میاشتې په ۲ نېټې د سه شنبې په ورځ له دغه هیئت سره د اړوندو ادارو د لازیاتي همغږۍ او همکارۍ په منظور، د سرپل ولایت د والي له مرستیال الحاج داملا محمد نادر حقجو او د دغه ولایت د مرافعې محکمې له رئیس سره وکتل او خبرې وکړې.

د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس په دغې ناسته کې د یاد هیئت د کاري اجراآتو راپور وړاندې کړ او د یاد ولایت د والي د مرستیال او د مرافعې محکمې د رئیس پوښتنو ته یې ځوابونه وړاندې کړل.

په دغې ناسته کې د یو لړ موضوعاتو په اړه بحث وشو او دغه راز د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له مشرتابه څخه رارسیدل شوي فرمانونه، حکمونه او لوایح د پوهاوي او مطالعې په موخه برخه اخیستونکو ته وویشل شول.

د سرپل ولایت د والي مرستیال او د دغه ولایت د مرافعې محکمې رئیس د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کړنې وستایلې او له دغه هیئت سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه اعلام کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS