د کندهار زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د شپږ ورځني زده کړییز سیمینار جوړول

hayat_admin
Mon, Oct 16 2023 11:31 AM
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د ربیع الاول د میاشتې په ۲۹ نېټې د شنبې په ورځ د کندهار زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره شپږ ورځنی زده کړییز سیمینار د کندهار ولایت په عدلیې ریاست کې جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د امارت د قضایاو د مسلکي غړو د زدکړو تر سرلیک لاندې جوړ شو د کندهار، ارزګان، هلمند، زابل او دایکندي ولایتونو د عدليې ریاستونو ۲۵ تنو مسلکي غړو برخه واخیسته او د ځمکو له غصب سره د مبارزې د حل لارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې، دعوا او د هغې ډولونو، اداري مراسلاتو او د پلان جوړونې په اړه لازمې زده کړې ترسره کوي.

د یاد سیمینار په پرانیسته کې د کندهار ولایت عدليې رئیس الحاج مولوي فضل الحق شاکر د عدلیې وزارت له مقام او د دغه سیمینار له ترسره کونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت د یاد وزارت د کارمندانو د کاري ظرفیت لوړولو په منظور وخت په وخت دغه ډول برنامې جوړوي او د یاد وزارت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه هلې ځلې کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS