هرات ته د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت سفر؛ له عدلیې ریاست څخه لیدنه او له دارالوکالو څخه نظارت

hayat_admin
Tue, Oct 10 2023 12:23 PM
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۲۴ نېټې د دوشنبې په ورځ د هرات ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د هرات ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد شوي هیئت د عدلیې ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د هرات ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

د یاد شوي نظارتي هیئت یو شمېر غړو د عدلیې ریاست له لیدنې څخه وروسته د هرات ښار د لومړۍ ناحیې له دارالوکالو څخه هم بررسي او نظارت ترسره کړ.

له دغو بررسي شویو دارالوکالو څخه ۵ دارالوکالو ته چې لوحې یې د هغو د جوازلیکونو مطابق نه وې او یوه بله دارالوکاله چې له موکلینو سره يې په قرارداد کې د مقاولاتو له کتاب څخه ګټه نه وه پورته کړې، توصیې او لازمې لارښوونې وشوې.

د هرات ولایت د عدلیې ریاست د مدافع وکیلانو آمر ته هم دنده ورکړل شوه چې د دوو میاشتو په اوږدو کې په دغه ولایت کې له ټولو دارالوکالو څخه نظارت وکړي او د هغو راپور د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو له ریاست سره شریک کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS