په کندز ولایت کې څه دپاسه د ۱۱ جریبه ځمکې استرداد

hayat_admin
Mon, Oct 09 2023 9:16 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د ګل تپې ولسوالۍ د توبره کش ساحې د ۱۱ جریبه او ۱۵ بسوې ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د هغې په امارتي توب د غیر شرعي متصرفینو له اعتراف اخیستلو څخه وروسته، یاده شوې ځمکه استرداد شوه او لارښوونه وشوه چې راپور یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې د عسقلان ساحې د ۲۰ جریبه ځمکې دوسیه هم، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او امارتي تثبیت شوه او د ساحې د بررسۍ او د څېړنو بشپړولو په منظور له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم توظیف شو.  

د دغه ولایت د مرکز د ترکمن قدق په آق سای ساحې کې د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې دوسیه هم په دغې ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د ځمکې د متصرف د سندونو د تطبیق او د ساحې د سکیچ او کروکي لپاره له تخنیکی هیئت څخه یو ټیم توظیف شو ترڅو د هغې څېړنې بشپړې او راپور یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS