په میدان وردک ولایت کې څه باندې ۴۵ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Sat, Oct 07 2023 11:02 AM
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د یاد ولایت د عدلیې رئیس مطیع الحق عثمان په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۱۹ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت چک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل.

په دغې کتنه کې د یادې ولسوالۍ د برېښنا فابریکې د بند د کاسې د غصب شویو ځمکو په تړاو بحث او خبرې وشوې.

وروسته یاد ټیم د یادې ولسوال د برېښنا فابریکې د بند کاسې ساحې ته ولاړ او د یادې ساحې له متصرفینو سره یې وکتل.

هیئت د ساحې له بررسۍ څخه وروسته ۴۵ جریبه او ۴ بسوې او ۱۱ بسواسې ځمکه په یادې ساحې کې تثبیت کړه او مربوطه ادارې ته استرداد کړه او د یادې ځمکې متصرفینو ته ۲۰ ورځې وخت ورکړ ترڅو خپلې ټولې کرکیلې د بند له کاسې څخه لرې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS