د غور ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
Thu, Oct 05 2023 11:07 AM
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۱۹ نېټې د چهار شنبې په ورځ د غور ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د غور ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د دغه ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د غور ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

دغه هیئت د غور ولایت له والي او د یاد ولایت له نورو مقاماتو سره هم وکتل او له هغوی سره یې په یاد ولایت کې له ځینو سیمه ییزو ادارو سره د عدلیې ریاست ستونزې شریکې کړې او له عدليې ریاست سره د دغه ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غور ولایت والي او د دغه ولایت نورو مسؤلینو هم د یاد ولایت د عدلیې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې یاد هیئت ته ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS