د عدلیې وزارت د یو تش بست د رقابتي آزموینې اخیستل

hakeem_admin
Tue, Oct 03 2023 3:10 PM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په ۱۸ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت د دعوت او ارشاد د ریاست اړوند د جومات د امام د تش بست آزموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دغې آزموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې ترسره شوې وه، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد زرین ساجد او د دغه وزارت نورو مسؤلینو حضور درلود.

په دغې آزموینې کې د ګډون لپاره ۷ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دغې جملې څخه د هغوی ۵ تنو په آزموینې کې برخه واخیسته او د یاد بست ترلاسه کولو په موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS