بغلان ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hakeem_admin
Thu, Sep 28 2023 12:54 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۱۱ نېټې د سه شنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور بغلان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د بغلان ولایت له والي الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني او له نورو ملکي او نظامي مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو او د دغه ولایت یو شمېر خلکو او اوسیدونکو سره ناسته جوړه کړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په تړاو په کې خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې، دغه هیئت د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د یاد ولایت د مشرتابه فعالیتونه او کړنې وستایلې او د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې او یو شمېر نورو مهمو ټکو په اړه یې توضیحات ورکړل.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست، یاد ولایت ته د دغه کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې د بغلان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو بررسي او ارزول او د امارتي ځمکو تشخیص او تثبیت یاد کړل.

د بغلان والي په یاده ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خورا زیاتې هڅې کړي او ډېرې قضیې د یاد ولایت د مقام په همغږۍ یې تعقیب او حل کړي دي. نوموړي له دغه کمېسیون سره د ولایت د مقام د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

په دغې ناسته کې د یاد کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې د د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو امارتي ځمکو استرداد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او اسلامي امارت مصمم دی چې غصب شوې ځمکې بېرته له زورواکو څخه واخلي. هغوی په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ ټینګار وکړ.

په یاه ناسته کې د بغلان ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د دغه ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند ځینې دوسیې او د یو شمېر اوسیدونکو عریضې هم بررسي کړې او د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS