بدخشان ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
Tue, Sep 26 2023 1:28 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۱۰ نېټې د دوشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د بدخشان ولایت د والي له مرستیال مولوي عبدالجمیل سایس او له نورو مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په تړاو په کې خبرې وشوې.

د عدلیې وزارت سرپرست هم په دغې ناسته کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او یاد ولایت ته د دغه کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو بررسي او ارزول، د امارتي او غیر امارتي ځمکو  تشخیص او بررسي، د ځمکو د مستحقینو پېژندل او نور مسایل یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د عدالت پر بنسټ ولاړ دی او هر څوک چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې ژوند کوي، باید پوه شي چې د کوم حق او شرعي حقوقو درلودونکي دي او باید خپلو ټولو شرعي او اسلامي حقوقو ته لاسرسی ولري.

د عدلیې وزارت سرپرست د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست او د دغه ولایت د علماوو له شورا څخه وغوښتل چې د یاد کمېسیون د فعالیتونو، اړوند قانون او د ځمکو غاصبینو لپاره د الهي عذاب په اړه، خلکو ته پوهاوی ورکړي.

دغه راز نوموړي د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤلینو او اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د غاصبینو د لست، د ځمکو سندونو په برابرولو او د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د امنیت د تامین په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي، ترڅو د هیئت غړي وشي کولی چې خپل کارونه په ښه توګه بشپړ او عملي کړي.

په دغې ناسته کې د یاد کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې د د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو امارتي ځمکو استرداد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او اسلامي امارت مصمم دی چې غصب شوې ځمکې بېرته له زورواکو څخه واخلي. هغوی په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې، د عدلیې وزارت د امارت د قضایاو لوی رئیس وویل چې یاد کمېسیون د تېر کال په ترڅ کې ۷۰۰ زره جریبه امارتي ځمکې تشخیص کړي چې له دغې جملې څخه د هغو ۱۸ زره په بدخشان ولایت کې دي.

د بدخشان ولایت د والي مرستیال په یاده ناسته کې وویل چې د یاد ولایت د مشرانو او د ادارو د مشرتابه حضور، د خلکو د ستونزو او ننګونو د لري کولو، د سیمه ییزې حکومتولۍ د پياوړتیا او پر دولت د خلکو د باور د زیاتیدلو سبب ګرځي. نوموړي وویل چې بدخشان ولایت له لري پرتو او صعب العبورو ولایتونو له جملې څخه دی چې د تېرو حکومتونو په مهال ورته ډیره پاملرنه نه ده شوې او دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې اساسي او بنسټیزو خدمتونو ته اړتیا لري.

دغه راز نوموړي د ادارو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ او د کمېسیون مشرتابه ته یې له کمېسیون او اړوند تخنیکي هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

په یاه ناسته کې د بدخشان ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د دغه ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS