په غور ولایت کې د ۱۱ جریبه ځمکې تثبیت او استرداد

hayat_admin
Thu, Sep 14 2023 10:58 AM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶ نېټې د سه شنبې په ورځ د غور ولایت د والي او د دغه ولایت د تخنیکي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې تخنیکي هیئت خپلې ستونزې او ننګوونې د یاد ولایت له والي سره شریکې کړې.  

په دغې ناسته کې، د غور ولایت والي د یاد ولایت له تخنیکي هیئت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او له دغه هیئت سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه. وروسته د یاد ولایت د یو تن اوسیدونکې تر ادعا لاندې د ځمکې په اړه تصمیم ونیول شو چې د عامه څړځای او کرنیزو ساحو مساحت او حدود له یو بل څخه په کې تثبیت شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د دغه ولایت د مرکز په نرکوه کې د ۱۱ جریبه ځمکې په اړه چې د دغه هیئت د مسلکي ټیم له لوري تثبیت او جي پي اس شوې وه، بحث وشو او د هغې راپور د تائید وړ وګرځید او له بل لوري د یوې بلې نمرې د ځمکې له متصرف څخه هم اصولي سندونه او مدارک وغوښتل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS