په کابل ښار کې د ۲۴ دارالوکالو بررسۍ او څارنه

hayat_admin
Sat, Sep 09 2023 3:00 PM
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د څارنې پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۰ نېټې د چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې د مدافع وکیلانو او دارالوکالو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي و څارنه ترسره کړه.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې، د کابل ښار په دوه یمې ناحیې کې ۲۴ دارالوکالې بررسۍ او څارنې لاندې ونیول شوې او له دغې جملې څخه ۴ دارالوکالې د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شوې او متصدیان یې د ځواب وړاندې کولو په موخه عدليې وزارت ته وغوښتل شول او په همدې توګه یو شمېر مدافع وکیلانو ته د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې د لا ښه تطبیق په موخه لازمې توصیې وشوې.

د څارنې په ترڅ کې، له یاد شوي پلاوي سره یو شمېر مدافع وکیلانو له عدلي او قضایي بنسټونو سره خپلې ستونزې شریکې کړې او د عدليې وزارت له لارې د هغو د حل غوښتونکي شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS