د میدان وردک ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
Wed, Sep 06 2023 2:12 PM

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۹ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت له والي الحاج قاري بختیار معاذ سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې، د میدان وردک ولایت تخنیکي هیئت د یاد هیئت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغه ولایت والي ته وړاندې کړ او خپل ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې.

د میدان وردک ولایت والي د دغه ولایت د تخنیکي هیئت له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او د یاد ولایت ټولو ولسوالانو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه ولایت له تخنیکي هیئت سره د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي. دغه راز نوموړي د یاد ولایت د برښنا رئیس ته لارښوونه وکړه چې د تخنیکي هیئت په همغږۍ د یاد ولایت د چک بند د فابریکې د ځمکې موضوع ژر تر ژره حل او فصل کړي.

دغه راز د میدان وردک ولایت والي د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لارښوونه وکړه چې د کورنیو چارو د وزارت له پلاوي سره د دغه ولایت د پولو په تعیین کې همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS