د دوو میاشتو په ترڅ کې د رسمي سندونو له تصدیق څخه څه د پاسه ۲ میلیونو ۶۲۲ زره افغانۍ عواید راټولول

hayat_admin
Sun, Aug 27 2023 4:04 PM

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست د ۱۴۰۲ هـ.ل کال په سرطان او اسد میاشتو کې د زرګونو تنو مراجعینو رسمي سندونه تصدیق کړي او د رسمي سندونو د ژباړې د حق التصدیق او د دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو د صدور له درکه ۲ میلیونو ۶۲۲ زره او ۵۳۰ افغانۍ عواید د بانکي سیستم له لارې راټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته تحویل کړې دي.

یاد شوي عواید په مرکزي آمریت او د کندهار، بلخ، کندز، ننګرهار، خوست، پکتیا، نیمروز، هرات او د بدخشان د ولایتونو په نمایندګیو کې د ۱۴زره او ۱۵۵ رسمي سندونو د حق التصدیق او د دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو د صدور له درکه راټول شوي دي.

په تصدیق شویو سندونو کې د تابعیت تذکرې، زېږون کارت، نکاح خط، زوجیت خط، طلاق خط، مجرد خط، ډول ډول جوازونه او نور رسمي سندونو او وثیقې شاملې دي چې د سند له اصل سره له مطابقت څخه وروسته تصدیق او غیر اصولي سندونه یې  پېژندل شوي او ضبط شوي دي. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS