په سرپل ولایت کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څه باندې د ۱۷۹۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد
د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم میاشتې په اوږدو کې ۱۷۹۰ جریبه او ۱۰ بسوې او ۱۲ بسواسې امارتي ځمکه د دغه ولایت بېلابېلو برخو کې استرداد کړې او هغه یې اړوندو ادارو ته تسلیم کړې ده.
دغه راز یاد شوي هیئت د دغې میاشتې په اوږدو کې څه باندې ۱۸۰۹ جریبه امارتي ځمکه په دغه ولایت کې تشخیص او تثبیت کړې او څه دپاسه ۴۷۰۷ جریبه نوره ځمکه د یاد هیئت بررسۍ لاندې ده.