په بلخ ولایت کې څه باندې د ۷ زره جریبه ځمکې دوسیې بررسي شوې

hayat_admin
Wed, Aug 09 2023 12:19 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې څه باندې د ۷ زره جریبه ځمکې دوسیې بررسي شوې.

په دغې ناسته کې د بلخ ولسوالۍ په ورشو کلي کې د یو شخص تر اجارې لاندې د ۱۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې راپور تائید او مرکز ته د استولو له پاره چمتو شو او په همدې توګه اړوندو ادارو ته د زورواکو له خوا د غصب شويو امارتي ځمکو د استرداد د لومړیتوب ټاکولو په تړاو لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره د غصب شویو امارتي ځمکو د ساحو لست ترتیب او د راتلونکو اجراآتو په غرض دغه هیئت ته واستوي.

دغه راز په یاده ناسته کې د بلخ ولسوالۍ په نوارد بوکه کلي کې د یو شخص تر ادعا لاندې د ۱۸۰۰ جریبه ځمکې په تړاو د یادې ځمکې متصرف ته استعلام ورکړل شو او د چمتال ولسوالۍ په البرز غره کې د ۷۰ منه تخم پاشلو ځمکې د دوسیې په تړاو، له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د بررسۍ په غرض ساحې ته روان شو او دغه راز د خالد ابن ولید پروژې د ۲۷۷۱.۷ جریبه ځمکې راپور تائید او مرکز ته د استولو له پاره چمتو شو.  

دغه راز د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ د بې ځایه شویو ښارګوټو د ۲۰۰ جریبه ځمکې په تړاو د ۲۳۱ بې ځایه شویو کورنیو استازي ته استعلام ورکړل شو او په کشنده ولسوالۍ کې د دوو اشخاصو تر ادعا لاندې د ۸۰۰ جریبه ځمکې په تړاو له تخنیکي هيئت څخه یو ټیم ساحې ته روان شو او دغه راز د اتیلا پروژې د ۶۵۴ جریبه ځمکې په تړاو پریکړه وشوه چې پر یادې ساحې کار بند او د پروژې له مسؤل څخه د ځمکه والۍ سندونه غوښتل شي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS