د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Aug 03 2023 11:24 AM

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب په تړاو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په همدې توګه له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د دغه ولایت د مرکز د لچیګلي ساحې توحید آباد کلي ته ولاړ او  په ۸۲۸، ۸۲۹ او ۸۳۰ شمېرو سره د کادستر درې ټوټې ځمکې په دغې ساحه کې بررسي کړې. یاد شوي هیئت د دغو ټوټو په داخل کې د ۸ ودان شویو کورونو غاصبین، د غصب شویو ځمکو مساحت، کروکي، ډول، د  ځمکې او د هغې د ودانیو بیې او حدود يې له تعیین شوي جدول سره سم، تشخیص او تفکیک کړل او د هغو د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS