د پکتیکا ولایت په جاني خیل او خوشامند ولسوالیو کې د تخنیکي هیئت له خوا د دعوا لاندې ځمکو بررسي

hayat_admin
Wed, Jul 26 2023 9:06 AM
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دوو تېرو ورځو (د ۱۴۴۵هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۶ او ۷ نېټو) په ترڅ کې د دغه ولایت جاني خیل او خوشامند ولسوالیو ته ولاړ او دغو دواړو ولسوالیو کې امارتي او تر دعوا لاندې ځمکې بررسي کړې.

تخنیکي هیئت لومړی د جانی خیلو ولسوالۍ هستي او جمجې ساحو څخه لیدنه وکړه او دغې ساحه کې پر یوې عامه دښتې د ساحو استوګنو قومونو دعوا یې بررسي کړه. یادو قومونو دغې دښته کې د بوټو پر سر دعوا درلودله او مشخصه شوه چې یاده ځمکه امارتي ده او پریکړه وشوه چې دواړو لورو ته استعلام ورکړل شي.

دغه راز تخنیکي هیئت په جاني خیل ولسوالۍ کې پر یوې لویې دښتې د بابوخیلو او سلیمانخیلو قومونو دعوا بررسي کړه او له ساحې څخه له نږدې لیدنه وکړه. یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې له دواړو لورو څخه د استعلام په ترڅ کې سندونه وغوښتل شي او د سندونه له ملاحظې څخه وروسته، ځمکه هغوی ته له اصولو سره سم په اجاره ورکړل شي.

له بل لوري تخنیکي هیئت د خوشامند ولسوالۍ جیګان ساحې ته هم ولاړ او د ځمکې پر سر د جیګان او خوشامندوال خلکو دعوا یې بررسي کړه. هیئت ساحې څخه لیدنه وکړه او هیڅ لوري شرعي سندونه وړاندې نه کړل او یواځې یو شرعي پریکړه لیک هیئت ته وړاندې شو.

تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې دواړو لورو ته استعلام وویشل شي او ورپسې موضوع له مرکزي کمېسیون سره شریکه شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS