د لوګر ولایت استیناف محکمې له ریاست سره د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jul 25 2023 10:38 AM
.

د لوګر ولایت استیناف محکمې له ریاست او د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ترمنځ د همغږۍ ناسته، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۵ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې په ریاست کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس، د تخنیکي هیئت رئیس او غړو ګډون کړی وو او د یاد هیئت او استیناف محکمې ریاست ترمنځ د همغږۍ او تفاهم رامنځ ته کیدلو په اړه يې بحث او خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت له تخنیکي هیئت څخه وغوښتل چې یو شمېر علما او مصلحین مشخص کړي او ځینې موضوعات چې په هغو کې املاکي شبه نه وي، د خلکو ترمنځ د شخړو مخنیوي په منظور د هغوی له لارې حل او فصل کړي.

په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د امارتي ځمکو او هغه ځمکې چې د امارتي توب شبه په کې وي او دغه راز هغه دوسیې چې محکمې او تخنیکي هیئت سره په جریان کې دي، د تخنیکي هیئت له لوري بررسي شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS