یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

hayat_admin
Mon, Jul 24 2023 1:31 PM
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل. نوموړي هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل او هغوی یې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته وهڅول.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکي له دغې دندې سره د هغوی لازیاتې پېژندګلوۍ او د هغوی د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۰ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS