د تخار ولایت د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره د یاد ولایت د عدلیې ریاست د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Sun, Jul 23 2023 2:50 PM
.

د تخار ولایت د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره د یاد ولایت د عدلیې ریاست د همغږۍ ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۵ نېټه د شنبې په ورځ د تخار ولایت د والي مرستیال خال محمد حقاني په مشرۍ او د عدليې رئیس مولوي عبدالدیان منیب، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رئیس مولوي حبیب الله حنفي او د یاد ولایت د خیریه بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د تخار ولایت عدليې رئیس د خیریه بنسټونو د فعالیت او له بې وزلو او یتیمو وګړو سره د هغو د مرستو او همکارۍ د جلب په اړه خبرې وکړې او د بې وزله خلکو د ستونزو د حل په ځانګړي توګه د ژورو او نیمه ژورو څاګانو کیندلو په برخه کې لازمې توصیې وکړې.

د یادې ناستې په ترڅ کې، خیریه بنسټونو د کړنو او تطبیق شوو پروژو او د روانو کاري برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دغې ناسته کې، د تخار د والي مرستیال د یاد ولایت د خیریه بنسټونو کړنې او فعالیتونه وستایل او له هغو څخه یې قدرداني وکړه او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS