د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sun, Jul 23 2023 2:09 PM
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت رئیس په دغه ولایت کې د تخنیکي هیئت د کمېټې اهمیت، غونډو ته په ټاکل شوي وخت د ټولو غړو د پابندۍ او غونډو کې د مسؤل شخص پر حضور خبرې وکړې او د تېرې ناستې له پریکړو څخه بیا کتنه وشوه.

په دغې ناسته کې د یو لړ نورو مسایلو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره او پریکړه وشوه چې د ملکان عنابه کلي اوسیدونکو او د لنګرخان د ورثې ادعا په اړه د دوشنبې په ورځ د دعوا لاندې ساحې د حدودو تطبیق په غرض یو تخنیکي ټیم یادې ساحې ته سفر وکړې.

په همدې توګه د یو بل شخص د اوراقو په اړه پریکړه وشوه چې د غونډې منشي د قضیې څرګندولو په غرض د یاد شخص او د هغه د نیکونو د شهرت په اړه یو استعلام ترتیب او مدعی شخص او د احصائيې ریاست ته وړاندې کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې ساحو ته د تخنیکي هیئت د سفر په تړاو پریکړه وشوه چې له پلان سره سم د غصب شویو او وقفي ځمکو د تثبیت په غرض تخنیکي ټیم د راتلونکې یکشنبې په ورځ د یاد ولایت پریان ولسوالۍ ته سفر وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS