د عریضه لیکنې د فعالیت جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه، آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
Tue, Jul 18 2023 10:41 AM
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکوونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د آزموینې او د ارزونې برنامې د دغه وزارت په مقر کې جوړې کړې.

په یاده آزموینه کې د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست رئیس مولوي سکندر یحی عابد او د یاد ریاست نورو مسؤلینو د آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه. په دغې آزموینه کې د عریضه لیکوونکو د فعالیت جواز غوښتونکو شاوخوا ۹ تنو برخه اخیستې وه.

د عدليې وزارت وړ خلکو له پاره د عریضه لیکنې د جواز ویشلو په منظور، په میاشت کې دوه ورځې د سه شنبې په ورځو د عریضه لیکنې د جواز غوښتونکو څخه په دغه وزارت کې آزموینه اخلي ترڅو با استعداده او وړ خلک په اصولي او شفاف ډول غوره او د خلکو په کارونو کې د آسانتیاو د رامنځته کیدلو سبب شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS