د بامیان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Tue, Jul 11 2023 2:50 PM
.

د بامیان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د نوین ښارګوټي، اتفاق ښارګوټي او د بامیان ولایت د مرکز جرخشکک د بررسۍ وروستی راپور وړاندې شو او پریکړه وشوه چې د هیئت غړي راپور مطالعه کړي او خپل نظرونه وړاندې کړي ترڅو یاد راپور مرکزي کمېسیون له پاره استولو ته چمتو شي.

دغه راز د تخنیکي هیئت له خوا د ساحو بررسۍ، تثبیت او له تشخیص څخه وروسته په ښارګوټو او بېلابېلو ساحو کې د جوړ شوو کورونو د ویجاړولو په اړه، بحث وشو او پریکړه وشوه چې دغې برخه کې له مرکزي کمېسیون څخه لارښوونه وغوښتل شي.

د بامیان مرکز  له جوی سنګ باران فولادي څخه ښکته د څړځای تخریب او ځايي خلکو له خوا په هغو کې د کرکیلې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یاد خلک کولی شي یواځي روان کال کرل شوې ځمکه کې اوبه ولګوي او په هغه صورت کې چې ډېره ځمکه ویجاړه کړي له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

په دغې ناسته کې د کهمرد ولسوالۍ د مدر کلي د تاتاریانو عریضه، هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې ټول غرونه امارتي دي او د هیچا ملکیت نه دي، نو ځکه ټول ځايي اوسیدونکي کولی شي له هغو څخه ګټه پورته کړي او که څوک د مالکیت ادعا ولري خپل سندونه دې اړوندو مراجعو ته وړاندې او موضوع تعقیب کړي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS