هرات ولایت کې څه دپاسه ۴۸ زره او ۷۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hakeem_admin
Tue, Jul 11 2023 2:37 PM
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د شیدايي ښارګوټي د سړکوونو بیاځل پرانېستلو په اړه چې اشخاص او افراد د هغو په اوږدو کې میشت دي بحث وشو او پریکړه وشوه چې افرادو له پاره ټاکل شوې موده په پاي ته رسیدلو ده او یو ځل بیا هم هغوی ته ابلاغیه وویشل شي او ورپسې عملي اجراآت صورت ومومي.

په یاده ناسته کې له مرکزي کمېسیون څخه د مسترد شویو دوسیو په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې د هغې تشې او نیمګړتیاوې بشپړې شي.

په دغې ناسته کې هیئت د زنده شان ولسوالۍ سرخه کاریز، د ګذره ولسوالۍ میرفیروز شاه کاریز او د ۸ ناحیې خواجه صاحب دښتې د ساحو په تړاو د موظف شویو ټیمونو راپورونه بحث او بررسۍ لاندې ونیول.

د یادو راپورونو پر اساس اتمه ناحیه کې۵. ۲۹ جریبه امارتي ځمکه، د سرخه کاریز په ساحه کې ۱۵. ۴۶۸۴۴ جریبه امارتي ځمکه او عامه څړځای او د میرفیروزشاه کاریز په ساحه کې۱۵. ۱۸۵۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص شوې ده چې ټولټال ۴۸ زره او۸. ۷۲۳ جریبه ځمکه کیږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS