کندز ولایت کې څه دپاسه ۱۲ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Tue, Jul 11 2023 1:06 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او له ادارو څخه یو شمېر استول شوي دوسیې بررسي شوې.

په یاده ناسته کې د عسقلان ساحې ۲۹ جریبه ځمکې موضوع بررسي او یاده ځمکه امارتي تثبیت شوه چې په راتلونکې غونډه کې به د هغې په اړه تصمیم ونیول شي.

په همدې توګه هیئت د ګلتپې ولسوالۍ په توبره کش  ساحه کې د یو جریب او ۵ سوې ځمکې ساحه بررسي او یاده ځمکه استرداد کړه او هم یې د هغې اجارې ورکوونې پړاونو تېرولو په اړه لارښوونه وکړه.

په یاده ناسته کې د آلتي ګنبد ساحې ۱۱ جریبه ځمکې دوسیه چې وړاندې تثبیت او تشخیص شوې وه، بررسي شوه او یاده ځمکه استرداد شوه او د هغې اجارې ورکوونې په اړه لارښوونه صادر شوه.

هیئت په یاده ناسته کې د رستاق آباد، نازکمیر سرفراز، فیض آباد او آریانا ښارګوټو د سندونو تطبیق په منظور د توظیف شویو ټیمونو راپورونه، هم بررسي کړل او لارښوونه وکړه چې د هغو عمومي راپور ترتیب او مرکزي کمېسیون ته وړاندې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS