د سمنګان ولایت امنیه قوماندانۍ او د افغانستان بانک نمایندګۍ ترمنځ دعوا ته د رسیدګۍ وروستۍ غونډې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jul 11 2023 11:09 AM
.

د سمنګان ولایت عدليې ریاست د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ او د افغانستان بانک نمایندګۍ ترمنځ حقوقي دعوا ته د رسیدګۍ په منظور ناسته جوړه کړه.

په یاده ناسته کې چې د سمنګان ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ جوړه شوې وه، د امارت د قضایاو آمر او د امنیه قوماندانۍ، د افغانستان بانک، مستوفیت او د راډیو ټلویزیون آمریت استازو او د عدليې ریاست مسلکي غړو حضور درلود.

په یاده ناسته کې د عدليې رئیس امارتي ادارو ترمنځ دعواوو ته د رسیدګۍ په اړه لازم توضیحات وړاندې کړل او د دعوا لورو هم خپل استدلالونه او سندونه وړاندې کړل. په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د امارت د قضایاو آمریت د یادو دوو ادارو ترمنځ د شخړې د حل پریکړه صادر کړي.

په یاده ناسته کې د ایبک ښاروالي ریاست او د یاد ولایت د راډیو ټلویزیون آمریت تر دعوا لاندې د ۲۲ دوکانونو موضوع ته هم رسیدګي وشوه او پریکړه وشوه چې مدعی بها ځمکه د اړوندو ادارو څخه د جوړ شوي هیئت له خوا بررسي شي او وروسته په دغې اړه لازم تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS