د فراه ولایت د والي له مرستیال سره د یاد ولایت ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
Sun, Jul 09 2023 11:38 AM
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۲۰ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د والي له مرستیال سره ناسته جوړه کړه.

په یاده ناسته کې، یاد شوي هیئت د فراه ولایت د والي مرستیال ته د دغه هیئت له رامنځته کېدلو څخه تر دې دمه د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو معلومات وړاندې کړل.

د والي مرستیال د یاد هیئت کړنې وستایلې او له تخنیکي هیئت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د ولایت مقام به د تصرفاتو بندولو او له غاصبینو سره د چلند په برخه کې له تخنیکي هیئت سره همکاري وکړي.

په دغې ناسته کې، د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS