د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Sat, Jul 08 2023 11:34 AM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د جوزجان د مرکز په سلمان دښته کې د عامه مرعی ساحې راپور مطالعه او تائید شو او ټاکل شوې ده چې دغه راپور مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ښوونې ادارې اړوند د امارتي غصب شویو ځمکو ورقې او د عامه څړځای پر ځمکو د اشخاصو د دعوا دوسیې بررسي شوې او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول او د ښوونې ریاست د غصب شویو ځمکو په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکې اوونۍ خواجه دوکوه ولسوالۍ ته ولاړ شي او ساحې له نږدې څخه بررسي کړي.

په دغې ناسته کې پر بېلابېلو ساحو او کلیو د موظف ټیمونو د څېړنو راپور هم وړاندې شو او مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS