د کندرهار ولایت شاه ولي کوټ ولسوالۍ ته د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت سفر
د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۱۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت شاه ولي کوټ ولسوالۍ ته ولاړ او د لوی کاریز په ساحه کې پر امارتي ځمکو برمې ویجاړې کړې او هغه څاګانې چې د شپې لخوا په دغې ساحه کې کیندل شوې وې، له منځه یوړې.
تخنیکي هیئت یادو غاصبیو ته د غصب په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار وکړ که چېرې بیاځل پر دغه ډول کار اقدام ترسره کړي، عدليې او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.