د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Jul 06 2023 12:49 PM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په ارګو ولسوالۍ کې د کرنې د ریاست د ۱‍۲ جریبه او ۱۶ بسوې  ځمکې د ملکیت بررسۍ او تثبیت راپور په کې وړاندې شو.

په دغې ناسته کې، د حلقه جر کلي دوسیې د تشو او نیمګړتیاو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکې اوونۍ ساحې ته ولاړ شي. دغه راز د لعل بدخشان څېړنیز فارم د ۱۴۴ جریبه ځمکې دوسيې په اړه هم چې د نیمګړتیاو له کبله مسترد شوې وه، بحث وشو او پریکړه وشوه چې نیمګړتیاوې بشپړې او بیاځل مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په همدې توګه په یاده ناسته کې، د شیوې دښتې څړځایونو د استرداد په اړه چې وړاندې سروې او تثبیت شوي، بحث وشو او پریکړه وشوه چې راتلونکې اوونۍ هیئت ساحې ته ولاړ شي او څړځای د غاصبینو له منګلو څخه آزاد کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS