د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jul 06 2023 11:27 AM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د یو شخص موضوع بررسي شوه او له نوموړي سره د هغه د موضوع په تړاو خبرې وشوې. یاد شخص ادعا لري چې په خاني بابا کلي کې د نوموړي له موروثي ځمکې څخه د لوا لخوا ګټه پورته کیږي. هیئت د قضيې اړوند افراد وغښتل او لارښوونه ورکړل شوه چې د موضوع تر حل پورې له دغې ځمکې څخه هیڅ ډول ګټه پورته نه شي. دغه راز یو ټیم توظیف شو ترڅو ساحه له نږدې بررسي کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې له مرکزي کمېسیون څخه د یو شمېر استول شویو دوسیو په اړه بحث وشو او د هغو د هر یوې بررسۍ په موخه جلا ټیمونه توظیف شول. په همدې توګه پریکړه وشوه چې هیئت له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړي او یو شمېر دوسیې چې د هغو ځمکې تثبیت شوي، وساتل شي او دغه راز د یو شمېر دوسیو اړوند اشخاص او ادارې د دغه هیئت راتلونکې غونډې ته وبلل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS