د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Jun 22 2023 1:13 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د مرکزي کمېسیون د لارښوونې، د بررسي شوو دوسیو د نیمګړتیاو بشپړولو او د یاد ولایت له استیناف محکمې سره د همغږۍ ناستې په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د مزار شریف ښار په حضور بڼ کې د ۳۵ انګړونو په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې هیئت د ولایت د مقام د استازي په حضور کې ساحه له نږدې بررسي کړي.

دغه راز د خان آقا وردک کرنیز فارم د۱۰۰۰۰جریبه ځمکې په اړه پریکړه وشوه چې د ساحې حدفاصل سره د هغې د کروکي بشپړیدلو په برخه کې معلوماتي استعلامونه تنظیم شي او د دغه هیئت سکرتریت ته وړاندې شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د  یو بل شخص ۱۵۵۰ جریبه ځمکې د ساحې کروکي په برخه کې هم  پریکړه وشوه چې د ساحې حدفاصل سره د هغې کروکي بشپړیدلو په برخه کې معلوماتي استعلامونه تنظیم شي او د دغه هیئت سکرتریت ته وړاندې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS