د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jun 22 2023 11:32 AM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، یاد هیئت د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي د قبالې تطبیق او په ساحه کې د ۴۱۰ جریبه ځمکې د موجودیت او یا عدم موجودیت په اړه په کې بحث وکړ او پریکړه وکړه چې دغې برخه کې استعلامونه وویشل شي او په اړه یې کره معلومات راټول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د کامې ولسوالۍ د خاصې کامې  په ساحه کې په اجارې ورکړل شوې ځمکې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې راتلونکې اوونۍ تعیین شوی هیئت ساحې ته ولاړ شي او دکادستر نقشه په کې تطبیق کړي ترڅو د هغې امارتی یا شخصي توب مشخص شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS