د کنړ ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
Thu, Jun 22 2023 11:04 AM

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.

دغه هیئت د سرکاڼو ولسوالۍ دونهي ساحې ته ولاړ او د یو شخص ملکیت، د هغه سندونو پر بنسټ مشخص او حد فاصل یې تعیین کړ. یاد هیئت پر نوموړي ټینګار وکړ چې له غصب څخه ډډه وکړي او پر هغې ځمکې چې هغه ته پاتې قناعت ولري.

تخنیکي هیئت د خاص کنړ ولسوالۍ پشت بیلي ساحه کې له یوې بلې امارتي ځمکې څخه لیدنه وکړه او د یو شمېر افرادو کار يې پرې بند کړ. یاد هیئت پر هغه کس چې د مالکیت ادعا یې درلودله په جدي توګه ټینګار وکړ چې په یادې ساحه کې له کرکیلې څخه ډډه وکړي.

دغه هیئت له هغه شخص سره چې ځمکه يې پلورلې ده هم غونډه جوړه کړه او اړوند سندونه او وکالت خط له هغوی څخه وغوښته. یاد هیئت هغوی راتلونکې غونډې ته د کرنې ریاست ته هم وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS