د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Jun 21 2023 3:14 PM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مقاماتو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د مرکزي ریاستونو د کړنلارو، د کلني راپو جوړولو او ولایتونو کې د حقوقي مرستندویانو د لګښتونو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې پاتي مرکزي ریاستونه خپل کړنلارې ژر تر ژره بشپړې کړي او د هغو وروستۍ مسوده راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي. د کلني راپور جوړولو او وړاندې کولو په اړه هم د دغه وزارت مرکزي رئیسانو ته لازمې لارښوونې وشوې.

.

دغه راز په یاده ناسته کې د انسجام لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ او د مدافع وکیلانو، د حقوقي مرستندویانو، د بشري سرچینو او د مالي او اداري رئیسانو په غړیتوب یوه کمېټه تعیین شو ترڅو په ولایتونو کې د حقوقي مرستندویانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS